Welcome to the Active Emergency Information Hub - Pashto

د فعال عاجل معلوماتو مرکز ته ښه راغلاست

د ناورین یا اضطراري حالت په جریان کې ، دې پاڼې ته لاړشئ ترڅو د آسټین (Austin) ښار او ټریوس کاونټي (Travis County) څخه د خطر په اړه تازه رسمي معلومات ترلاسه کړئ چې زموږ په ټولنه اغیزه کوي او سمدستي اقدامات چې تاسو یې باید د ځان او ستاسو عزیزانو خوندي ساتلو لپاره ترسره کړئ. د دې پاڼې لینک نښه کولو ته پام وکړئ نو تاسو به وکولاې شئ دا د بحران په وخت کې ژر تر ژره ومومئ. تاسو کولاې شئ په ټولنیزو رسنیو کې آسټین (HSEM Austin) هم تعقیب کړئ:

Twitter - @AustinHSEM

Facebook - @AustinHSEM

اوس د بیړنیو حالاتو لپاره چمتو اوسئ

د لوی اضطراري حالت په جریان کې د ځان ساتلو د خوندیتوب پلان، اکمالاتو او مهمو معلوماتو ته مخکې لدې چې پیښ شي د لاسرسي ترټولو غوره لار. کتنه وکړئ ReadyCentralTexas.org ترڅو د بیړنیو خبرتیاوؤ لپاره دننه شئ، او هغه څه زده کړئ چې تاسو یې نن ورځ د خپل ځان د روغ پاتې کیدو او په راتلونکي کې د ناورینونو څخه په ګړندئ توګه په رغیدو کې مرسته وکولاې شئ.

د ټکزاس ایالت د بیړنیو مرستو د ثبت دفتر

د ټکزاس ایالت د بیړنۍ مرستې د ثبت په دفتر (STEAR) کې نوملیکنه وکړئ. د STEAR لپاره راجستر شئ، که تاسو، د کورنۍ کوم غړی یا ملګری طبي ستونزه، د حرکت اړتیاوې یا د اړیکو ټینګولو داسې اړتیاوې لري چې د بیړنۍ پیښې په بهیر کې اضافي مرستې ته اړتیا لري.

 

وضعیت

فعال خبراوي نه شته. 

 

د سړولو مرکزونه

د پارکونو، کتابتونو او تفریحي ځایونو تاسیسات به د خورا زیاتې ګرمۍ له امله د عادي کاري ساعتونو په اوږدو کې د سړولو مرکزونو په توګه کار کولی شي. د ښار په تاسیساتو کې خدمتي څارویو ته اجازه ورکول کیږي. تر رارسېدو مخکې ساعتونه او کارونه چیک کړئ

دلته د Austin ښار د سړولو مرکزونو بشپړ اندازې نقشه کتلو لپاره کلیک وکړئ. 

 

 د نقشې بصري تشریح

د  پارکونو د سړولو مرکز تاسیسات چې عادي عملیاتي ساعتونه لري = purple star icon

د کتابتونو د سړولو مرکز تاسیسات چې عادي عملیاتي ساعتونه لري = purple library icon
د پارکونو د سړولو مرکز تاسیسات چې غځېدلي عملیاتي ساعتونه لري = yellow parks icon
د کتابتونو د سړولو مرکز تاسیسات چې غځېدلي عملیاتي ساعتونه لري = yellow library icon
سایټ په لنډمهاله توګه تړل شوی یا د سړولو مرکز په توګه نشته = black x icon

:د کاونټي\ښارګوټي تاسیسات

د Travis کاونټي د ټولنې مرکزونه به د عادي کاري ساعتونو په بهیر کې د سړولو مرکزونو په توګه کار وکړي. تر رارسېدو مخکې ساعتونه او فعالیتونه چیک کړئ.

 

د کاونټي د سړولو مرکزونو موقعیتونه

تر ګرمۍ پورې اړوند ناروغیو د نښو نښانو د پېژندلو په اړه د معلوماتو او د ګرمۍ خوندیتوب لارښوونو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئhttps://austintexas.gov/heataware:

Updated 2:42 p.m. 05/28/24